ماشومان کیسه غواړي کیسه تلوسه غواړي

اجمل پسرلی

تلوسه د ماشومانو په کېسو کې ډیر اهمیت لري. دومره ارزښت لري چې ګڼ کره کتونکي په دې باور دي چې د کیسو د کتاب پوښ لا باید ماشوم ته تلوسه پیدا کړي بیا د کیسې سرلیک ته وهڅیږي او لومړۍ کرښه کوچنی ورجذب کړي.
که په کیسه کې تلوسه نه وي نو کیدای شي چې ماشوم یې ونه لولي، ځکه چې د کوچنیانو زړه ژر تنګیږي، زغم یې لږ دی. که د کوچني کوم کتاب خوښ نه شي نو وارله واره هم ښایي هغه ایسته واچوي. پاڼې یې وشکوي او یا یې له سترګو پناه کړي.
نن سبا تلویزیونونه په افغانستان کې زیات شوي دي. محدود شمیر ماشومانو ته د انټرنټ اسانتیاوي شته. که تلویزیون نه وي، انټرنټ نه وي، د لوبو شیان نه وي بیا هم  د ماشومانو خپل منځي لوبې لږ نه دي چې هغو ته شا کړي او کیسه ولولي. د دې لپاره باید په کیسه کې دومره تلوسه وي چې ماشوم که هر وخت له نورو لوبولاس نه اخلي یو نیم ځل خو کیسې ته هم پلتۍ ووهي.
د ماشومانو په کیسو کې د تلوسې د موندلو لپاره کره کتونکي یو لړ وړاندیزونه لري:
۱- کیدای شي چې کیسه په یوه سوال پیل شي، مثلا، تا بیزو ولیده؟ بیزو ویده ده...
۲- ښایي د ماشومانو د لوبو په مرسته په کیسه کې تلوسه پیدا کړو، مثلا ولیکو، زلمي خوسی کاوه، پښه یې وینې شوه...
۳- موضوع د ماشوم نړۍ ته یوسو، داسې چې ماشوم له واورې سره لوبې وکړي خو ورسره یې د مور خبره په یاد شي چې سکاروی دې وهي.
۴- کیدای شي چې خارق العاده پیښې په کیسو کې ځای کړو.
۵- د بوټو راغږول، د کاڼي او نورو جامدو شیانو سوال ځواب هغه څه دي چې کوچنیان خوند ترې اخلي.
۶- کیدای شي چې هغه ژوندي ساري د کیسې کرکټرونه شي چې د ډیرو ماشومانو خوښ دي لکه کوتره، پیشو، اس...
۷- خیالي مکان جوړ کړو، که د کب په نس کې ښار انځور کړو د یو شمیر کره کتونکو په وینا ښایي ماشومان کیسې ته داسې وکاږو لکه میخ چې مقناطیس جذبوي.
۸ -  د تلوسې ښه ډول بیا پلاټ دی. پلاټ د منلو وړ تلوسه پيدا کوي او تر پایه لوستونکی له ځان سره ساتي.
پلاټ د کیسې د پیښو ترکیب دی چې نتیجه ترې اخلو. که ووایو چې نجلۍ مړه شوه بیا هلک مړ شو دا پلاټ نه دی خو که چیرته داسې وشي چې نجلۍ مړه شي او هلک له غمه پسې مړ شي پلاټ سم شو.
د پلاټ په کیسو کې غوټه په پای کې پرانیستل کیږي، د همدې لپاره لوستونکی هوسیږي چې کیسه تر پایه ولولي.غوټه له ټکر سره پیدا کیږي. کیدای شي چې ټکرونه فزیکي وي، ذهني وي، اخلاقي وي او یا هم د احساس زیږنده وي.
له لویه سره ممکن ټکرونه په درې ډوله وویشل شي:
الف : د کیسې اصلي اتل له بل سره شخړه وکړي یا له یوې ډلې سره په ټکر کې وي.
ب : اتل له بهرني ځواک یعني طبیعت سره په شخړه وي.
ج : کرکټر له ځان سره، له خپل خوي او عادت سره په جګړه وي.
په کیسو کې باید ټکر تر وسه وسه ښکاره شي. ټکر هغه وخت ډیر ښکاري چې د پیښو نکل نه کوو، انځورو یې، که لیکو،(( بابا چې بام ته پورته شو وویریدو)) غوره ده چې ویره انځور شي او ولیکل شي (( بابا چې بام ته پورته شو وریږیدیده... یا ..ژر ژر یې ساه اخیسته.... یا.. رنګ یې تک ژیړ شو..))
ماشومان د ژوند په لومړیو مرحلو کې (۱) تر ډیر بریده داسې دي لکه ګڼ عوام چې پر فکر یې عاطفه غښتلې وي نو دوی ذهني کشمکشونه نه خوښوي او ممکن ډیر یې احساس هم نه کړي. په دې مرحلې کې کوچنیان له فزیکي ټکرونو سره مینه کوي البته فزیکي ټکرونه تر وروستۍ مرحلې ماشومان خوښوي.
یو شمیر کره کتونکي په دې باور دي چې د ماشومانو په کیسو کې باید ټکر داسې پای ته ورسیږي چې غوره اتل بریالی شوی وي څو ماشومان له کیسې خوند واخلي او د یوې کیسې لوستل یې د بلې کیسې لوستو ته وهڅوي.
د دې ډلې د کره کتونکو په اند په کیسو کې د ملي شخصیتونو ځایول هم تلوسه پیدا کوي. دوی وایي، په کیسې کې د تاریخي منليو کرکټرونو لکه د میرویس نیکه، احمدشاه بابا، امان اله خان، رابعه بلخي، ملالۍ، خوشال خان خټک، رحمان بابا او نورو انځورول یو شمیر هغه کوچنیان د کیسې لوستو ته هڅوي چې د دغو کسانو په اړه یې اوریدلي وي او هغوی چې له دې شخصیتونو خبر نه وي هڅول کیږي چې ځان خبر کړي.
ځیني ناقدان بیا له دې سره ډیر سلا نه دي چې د کیسې اصلي کرکټر دې خامخا بریالی شي. دوی وایي که هر ډول کیسه پای ته رسیږي هغسې دې ورسیږي. د دې ډلې په باور ډیر کله بد  له ښو خلکو سره کیږي نو ماشوم له کیسې دا زده کوي چې له ځان سره پام وکړي، دا زده کوي چې څرنګه له بل سره مرسته وکړي.
د دې ډلې کره کتونکي همداراز وایي، د کیسو له لارې موږ کوچنی له لیک لوست سره اشنا کوو، یوه نوې څېره وروپیژنو، له نوي ژوند سره یې بلدو، خیال یې پاروو او تر هرڅه مهم چې خوند ورلیږدوو. د دغو کارونو له ترسره کیدو سره ممکن ماشومان ډیر څه  زده کړي. لیکوال محب اله زغم لیکي (( د نورو د فکر لوستل دا مانا لري چې د نورو پرځای فکر وکړې او ځان داسې وګڼې لکه هغوی. یا برعکس نور لکه ځان وګڼې. د نورو د احساساتو او مفکورو درک کول په انسان کې د خواخوږۍ، مینې، تفاهم،...او د نورو د زغملو توان پیدا کوي.....په دې توګه د ټولنیز ژوند سلامتي هم د تخیل پوروړې ده.)) ۲
د کیسې د لوستو لپاره د کیسې له خپلې تلوسې پرته یو شمیر نور کارونه هم شته چې ماشومان د کیسې لوستو ته هڅوي. کیسه لیکوال کولای شي د انځورونو او شعرونو په مرسته ماشومان د کیسو لوستو ته تشویق کړي. له شعره ماشومان په فطري ډول خوند اخلي. ځیني بیتونه کیدای شي چې د کیسې جزء شي. لکه شعر چې ماشوم خوښوي، له انځورونو سره هم مینه کوي. تر اتو کلونو کشرانو سره انځورونه مرسته کوي چې په کیسې ژر پوه شي. دغه ژرپوهیدل دوی هڅوي چې کیسې ته دقت وکړي.
کره کتونکي وړاندیز کوي چې خندني انځورونه ماشومان خوشاله ساتي او نا اشنا انځورونه هغوی فکر کولو ته اړ باسي. دغه انځورونه باید د کیسې له محتوا سره سم رسم شي. که خوښي وي، شنه و ژیړ او په نورو تیزو رنګونو دې رنګیدلي وي. که چیرته پیښه غمجنه وي، کره کتونکي تت رنګونه غوره ګڼي.
شاعر او لیکوال ومان نیازی چې په خپله نقاشي هم کوي لیکي(( ماشومان معمولا د انسان د څېرې، کورونو او حیواناتو انځورونه ډیر خوښوي.... هغه کسان چې د ماشومانو د نقاشیو په برخه کې کار کوي، وایي د انسان سرچې غوږونه، سترګې او خوله ورپورې ده، ماشومان یې له بهرنۍ نړۍ سره د رابطې د ټینګولو ښه وسیله ګڼي ځکه یې د پام وړ دی او توجه ورته کوي)) ۳
د کیسو د نثر په مټ هم ماشومان د کیسې لوستو ته تشویقیږي. که مو چیرته د کیسې کلمات  لږ حروف لري ، دغه الفاظ نا اشنا نه وي، جملې هم اوږدې نه وي، یو ډول موزوني وي نو ماشوم د دغو جملو له لوستو چې لوستلای یې شي خوند اخلي، کیسه ترپایه لولي. کومو ماشومانو ته چې مشران کیسه لولي هغوی هم د هغو جملو له اوریدو خوند اخلي چې اهنګ لري. البته ډیر کره کتونکي د لومړیو مرحلو د ماشومانو د کیسو په نثر کې د تکرار کلماتو پر ځایولو ټینګار کوي. تکراري الفاظ د لوستو سرعت زیاتوي نو کوچنیان چې کله لیکنه ژر ژر لولي د خوښۍ احساس کوي. تکراري کلمات هم د لوستو پر مهال هم د اوریدو پر مهال د نثر موسیقي پیاوړې کوي. دغه موزون نثر چې د طنز لږ مالګه هم ورپورې وي، کوچنیانو ته خوند ورکوي.
د کیسو په پیل کې تلوسه پیدا کول ممکن ګرانه نه وي. دغه تلوسه که چیرته یوازې په پیل کې وي او وروسته د پیل په څیر غښتلې نه وي نو ښایي ماشوم د کیسې لوستو ته په اوله کې وهڅیږي او وروسته بیرته له لوستلو لاس واخلي.
زموږ د مشرانو په ګڼو کیسو کې هم په پیل کې ډیرکله تلوسه وي خو وروسته هغه تلوسه کمزورې کیږي او په دې ډول د کیسې د پیښو توازن زیانمن کیږي. لکه څرنګه چې په ښه نثر کې یوه جمله له څنګلورې جملې سره اهنګ ته محتاجه ده د کیسې پیښې هم په خپل منځ کې توازن ته اړتیا لري.
د دې لپاره چې دغه توازن مو په کیسو کې ساتلی وي، پکار ده چې تلوسه په ټوله کیسه کې ولرو. هغه وخت تلوسه په ټوله کیسه کې خوندي کیږي چې کیسه پلاټ ولري. د پلاټ کیسه لوستونکي تر پایه لولي.
ما چې کله د کیسو یو شمیر لوستونکي لیدلي دي او پوښتنه مې ترې کړې ده چې په لومړیو وختو کې چې له کتاب لوستو سره اشنا شوﺉ څه مو لوستل؟ ټولو دا راته ویلي دي چې پولیسي کیسې مو لوستلې. ما په خپله هم د ښوونځي له جبري کتابونو پرته د لومړي ځل لپاره چې کوم کتابونه له پیله تر پایه خلاص کړي دي، هغه د (مایک هامر) په نوم پولسي ژباړل شوې کیسې وې چې ډیر خوند مې ترې اخیستی دی. د دغو کیسو د خوند اصلي ټکی پلاټ دی چې له پیله تر پایه په کیسه کې تلوسه خوندي کوي.
د ماشومانو په کیسو کې هم هغه یوه یې په زړه پوري تلوسه لرلای شي چې پلاټ لري.
پلاټ باید د ماشومانو له عمر سره سم وي، داسې چې د لومړۍ مرحلې او دوهمې مرحلې کوچنیانو ته پلاټ پیچلی نه وي او یا هڅه شوې وي چې له پلاټه پرته هم د نورو عناصرو په مرسته دوی ته کیسه په زړه پوري لیکل شوې وي. خو د دریمې او څلورمې مرحلې ماشومانو ته کیدای شي چې په کیسو کې لږ پیچلی پلاټ ولرو.
دا ځکه چې  له دولس کلونو کشران ښایي نسبتا پیچلی پلاټ ستړي کړي او تر پنځلس کلنۍ پورې بیا له ډیر پیچلي پلاټه ستړي شي. ستړیا  په خپله تلوسه وژني.



۱- ارواپوهان ماشومان په څلورو مرحلو ویشي:
الف : له دریو تر پنځو کلونو
ب  : له شپږو تر اتو کلونو
ج  : له اتو تر دولس کلونو
د   : له دولسو تر پنځلسو

۲-  ۵۲-۵۳ مخونه،درې میاشتنۍ مصور، لومړی کال ، دویمه ګڼه  پسرلی ۱۳۸۸
۳- ۵۶-۵۵ مخ، مصور، لومړی کال لومړۍ ګڼه ژمی ۱۳۸۷

( د میرمن کلتوري، ټولنیز بهیر له ویب پاڼې نه په مننه ) 

د ماشوم ذهن اود ليدنيزو شيشو (( تلويزيون، کامپيوټر ، ګيمونو)) اغيزه

د ننۍ پر مختللې تنکالوجۍ سره ، چې څومره د ژوند سوهولتونه ډيرشوي ، په هماغه کچه يې منفي اغيزې هم مخ په ډيرويدو دي . په تيره بيا دامنفي اغيزې په ماشومانو کې د يوې ساري ناروغۍ په څير په چټکۍ سره په خوريدو دي .
دماشومانوارواه پوه ،المانی فيلسوف اودعقلي اوعصبي برخې ډاکتر(( منفريد شپيتڅير)) Spitzer Manfred وايي ((د تلويزيون پر شيشه. هر ډول خپريدونکې خپرونه د ماشوم د ذهن ، سر ، زړه او حتی خيټې او نس لپاره مضره ده .)) دې دا ډول ليدنيزو شيشو تر څټ ناستی له ډيرو خواوو دماشومانو او تنکيو ځوانانو ذهن زيانمنوي .
ډيرې ميندې وينو ، چې خپل واړه ماشومان يې د تلويزيون مخته کينولې وي او دوی په خپله د کور په چارو بوختې وي . که ترينه وپوښتو ، چې ولې دې دا ماشوم د تلويزيون مخ ته يوازې کينولی دی؟ پرته له دې ، چې کوم وخت يې هم دې ته پام کړی وي ، چې د ماشومانو دا ډول يوازې ناستي پايله به څه وي ،په ځواب کې وايي (( ښه دی غلی ورته ناست وي ، ژاړي نه ، ناولتيا او ورانی نه کوي ، او زه هم خپلو چارو ته وزګاره وم!))
اوس به راشو دې ته ، چې تلويزيون او نورې ليدنيزې شيشې څه منفي اغيزې لري او تر کومه ځايه د ماشومانو او تنکيو ځوانانو ذهن زيانمنوي :
لومړۍ : د تلويزيون ، کامپيوټر او د ګيمونو سره بوخت ماشومان او تنکي ځوانان اکثراً د يوازيتوب خواته ځي .د خلکو سره د ناستې او وﻻړې څخه ځان لرې ساتي . په داسې حال كې چې زده کړه او تجربه له چاپيرياله او له خلکو سره د ناستې او وﻻړې په ترڅ کې زده کيږي .
دوهم : سره له دې چې ماشوم په خبرو او اترو بوخت وي خو، مخاطب يې داسې څوک نه وي چې د ده په کړو وړو نيوکه وکړي او يا يې هم د ترسره شوي کار په پايله کې وستايي . ماشوم هغه وخت د ښو او بدو تر منځ توپير زده کوي ، چې په غير مستقيم ډول سره د نيوکې ، او په مستقيم ډول سره د ستاينې او هڅونې سره مخامخ شي .
دريم : دا چې ماشومان يا تنکي ځوانان په اونۍ کې د ديرشو نه تر څلويښتو ساعتونو په دې لوبو بوخت وي ، دا په خپله يو نا سالم عادت دی .او دا ډول ماشومان معتادين بلل کيږي ، چې پايله يې د معتادينوکلينيکونو او تيراپيو ته رسيږي .
څلورم : د ماشومانو د خوراک سيستم بدلون مومي . دوی په بې علاقګۍ او په بيړې سره ډوډۍ خوري ، چې دا په خپله د معدې او هضمي سيستم لپاره تاوان لري .
پينځم : هغه غږونه او اوازونه چې د کامپيوټري لوبو، تلويزيون او بيلابيلو ګيمونوپه ترڅ کې د ماشوم په ذهن کې ځان ځايوي ، ددې پايله په څه شي ختميږي؟
د هامبورګ په پوهنتون کې د ځينوکامپيوټري لوبو له څيړلو وروسته دا خبره په ډاګه شوه ،چې د 90 کلونو راپه ديخوا يعنې کله چې انټيرنيټ ته ﻻس رسی اسانه شو نارينه ماشومان او تنکي ځوانان، چې عمر يې د يوولسو او اتلسو تر منځ دي د ورځې دوه ساعته په دې لوبو بوخت وي . که چيرې د ماشوم بدني جوړښت ته ځير شو نود بدن د ټولو غړو وروسته عقل تکميليږي .او دا عقل هغه وخت پخيږي ، چې په خپل چاپيريال کې ډير څه تجربه شي . ماشوم هر څه په تکرار عمل سره زده کوي . غږ پيژني او د وخت په تيريدو سره بيلابيل اوازونه له يو بل سره توپير ولی شي . خو ددې لوبو اوازونه د اصلي شي د اواز سره توپير لري .
د بيلګې په توګه : د موټر هغه غږ ، چې موږ يې د سرک پر سر اورو ، او هغه غږ چې موږ يې د تلويزيون او يا له کامپيوټر څخه اورو ډير توپير لري . حتی ډيری غږونه د تصوير سره اړخ نه لګوي او په عصابو کې هغه حجرې زيانمنوي، چې ﻻ د ودې په حال کې وي . او د ژر عصبي کيدو او غصه کيدو سبب ګرځي .
شپږم : ماشومان او تنکي ځوانان دليدنيزو لوبو په ترڅ کې بې خوځښته او بې حرکته وي دا په خپله د وزن د زياتيدو سبب ګرځي . هغه ماشومان چې وزن يې د نورمال حالت نه ډير وي ، د تنبلی او لټۍاحساس کوي . په ازاده هوا کې نه ګرځي ، حرکت يې لږ وي او ډيری يې د وينې په لوړ فشار، شکر او نورو بيلابيلو ناروغيو ، چې اصلاً د ډيرو لوړو عمرونو خلکو کې وي ،اخته کيږي .
اووم : د ښوونځي له درسونو سره مينه نه ښيي . د ازادې مطالعې له نوم سره نااشنا وي . او هغه لوبې او نورې ازادې زده کړې لکه لاسي کارونه ، رسامي ، انځورګري ، خطاطي او سپورت دا خو ورته بيخي پردي ښکاري .
نن سبا په هر هيواد کې د شلو څخه زيات تلويزيوني چينلونه دي . که چيرې دا ټول پروګرامونه يو ځل وڅيړو نو په سلو کې به يې څومره برخه د ماشومانو او تنکيو ځوانانو لپاره وي؟
ايا داسې کومې روزنيږې خپرونې د ماشومانو لپاره شته ، چې هره ورځ دې له نويو مطالبو سره خپرې شي؟ د ماشومانو لپاره په زړه پورې وي او ماشوم دې يو څه ترينه زده کړي؟
د نړۍ په پر مختلليو هيوادونو کې لکه ، المان، انګلستان او امريکا کې چې د ماشومانو لپاره يې په هره برخه کې ډير کار شوی دی ، بيا هم اروا پوهان د داډول مسايلو سره ﻻس او ګريوان دي او په دې هڅه کې دي ، چې په څه ډول سره د داسو لوبو مخنيوی وکړي ، چې ډيره لوړه برخه يې د ماشومانو په ذهن ناوړه اغيزه لري . په امريکا کې د يوې څيړنې په پايله کې دا خبره څرګنده شوه ،چې په منځنۍ كچه مخکې له دې چې ماشوم په امريکا کې ښوونځي ته ﻻړ شي 100000 جنايي پيښې او 8000 قتلونه يې په تلويزيون کې ليدلې وي . او بيا دا شميره په هغه ماشومانو کې څو چنده وي ، چې دوی د تلويزيون تر څنګ ګيمونو او انټيرنيټ ته هم ﻻس رسی ولري .
د همدې څيړنو په ترڅ کې يې ماشومانو ته يو داسې فلم وښودلو ، چې ماشومانو د نانځکو سره په زور ، زياتي چلند کولو . وروسته يې ماشومانو ته په هماغه ډول نانځکې ورکړې . هغه ماشومانو چې فلم يې ليدلی و، د څو شيبو په ترڅ کې يې کټ مټ هماغه ډول د زور ، زياتي چلند د خپلو نانځکو سره پيل کړ.او هغه ماشومانو ، چې فلم يې نه وليدلی ، په ارامۍ سره په لوبو بوخت ول .
نو زموږ د هيواد په څير يو غريب هيواد کې به د ماشومانو ذهني حالت څه ډول وي؟ چې نه مو په تعليمي نصاب کې د پام وړ څه شته، نه په وړکتونونو کې مسلکي پالونکې لرو، نه د ماشومانو لپاره کتابتونونه لرو،او نه مو کورنيو په دې برخه کې کومه خاصه پاملرنه کړې ده .
دا خبره سمه ده چې تلويزيون اوانټيرنيټ نن سبا د ټولې نړۍ تر منځ د راکړې ورکړې ،دمهمو پيښيو د خپريدو او د ټولې نړۍڅخه د خبريدو مهمې وسيلې دي ، خو دا هم بايد هير نه کړو چې تر ټولو ډيرې منفي اغيزې هم همدا تلويزيون او انټيرنيت لري .
دا چې زموږ هيواد هم اوس د نورو هيوادونو په څير د نوې تکنالوجۍ څخه پوره پوره برخمن دی ، نو دا به ټول خپله دنده وګڼو تر څو د خپلو ماشومانو د سالمې ذهنې ودې لپاره د دوی هره لوبه ، هر کتاب ، هره کيسه او هر هغه څه چې په دوی پورې تړاو لري ، مخکې له دې چې دوی پرې خوشحاله کړو يو ځلې يې په خپله وګورو ، وې لولو ، منفي او مثبتې پايلې يې وڅيړو او بيا يې د يو منظم پروګرام په چوکاټ کې دوی پرې بوخت کړو.
اخځليکونه :
د (( احتياط! ليدنيزې شيشې )) له کتاب څخه د منفريد شپيتڅير ليکنه
Manfred Spitzer, das Buch "Vorsicht Bildschirm"
له الماني ويب پاڼې :د ماشوم روزنه او پالنه

http://www.erziehungstrends.de/node/597

اناهیتا غرڅنۍ روهي·