خانان به بالیووډ کې که بالیووډ او خانان

د لیکوالو په یادښتونو کې ښاغلي ډاکټر صیب محمد اکبر اکبر هم یو یادښت لیکلی (( محبوب الله خان د هندي سینما سینې ته ورننوتی او په دې سینه کې یې درزیدونکی زړه موندلی دی)) د ډاکټر صیب له خبرو سره هم سل په سلو کې موافقه یم خو کاشکې چې محبوب الله خان د دې درزیدونکي زړه ګراف هم په پوره تفصیل سره د کاغذ پر مخ کښلی وای، یواځې افیکټ ښايي  د زړه د درزا ټوله ترجماني ونه کړل شي.
په هر حال په ټوله کې به راشو خانان په بالیووډ کې کتاب ته، په دې کتاب کې ګران محبوب الله خان خپل زیار ایستلی دی خو له ډیرو هغو خانانو سره چې نن سبا په بالیووډ کې مطرح څیرې دي د خبرو کولو موکه په لاس نه ده ورغلې په دې کې زمونږ خان لیکوال ګرم نه دی او که یوڅه ګرم هم وي د هندي سینما بوخت بازار یې ښه پرده کولی شي.
خو چیرې چې موکه په لاس ورغلی بیا تر منځ شوې خبرې اترې ډیر جزیات نه لري دلته بیا لوستونکي ته د نیوکې ځای تش بريښودل کیږي، مثلاُ د سلمان خان سره د خبرو یوه ډیره، ډیره لنډه برخه راخیستل شوې، نورې خبرې هغه ته تر رسیدلو پورې لنډوکۍ کیسه ده او بس .
او یا هم د قادرخان او فرح خان سره چې کله د مرکې لنډ وخت برابر شوی هلته د ډیرو ښو پوښتنو تر څنګ ځینې نا مهمې پوښتنې هم شوي دي چې زما په اند په لاس راغلې موکې نه ښه استفاده نه ده شوې .
څو اولادونه لرﺉ ؟
څو وروڼه او خویندی یاست ؟
تاسې د شاه رخ خان له نیږدې دوستانو څخه شمیرل کیږي نو له هغه سره څه وخت اشنا شوﺉ؟ 
او داسې نورې پوښتنې ...
یا د کبیرخان سره په مرکه کې چې د هندي فلمونو یو مشهور ډایرکټر دی باید د خانانو رول ته په بالیووډ کې اشاره شوې وای، اشاره څه چې باید سمې تفصیلي خبرې شوې وې خو له بده مرغه دا خبره یاده شوې هم نه ده .
زما پا اند لکه څنګه چې ښاغلي محبوب الله خان په خپلو خبرو کې هم ورته اشاره کړې ښايي د کتاب په لیکلو کې ډیره مرسته ورسره لیکلیو موادو کړې وي نه ژوندیو څیرو، ځکه ډیر ځله د کتاب په لوستلو سره داسې احساسیږي چې ښايي د ستورو په اړه لیکلي شوې خبرې بل ځای هم لوستل شوې وي، په ویب پاڼو او که په مجلو کې ؟
د افغاني سینماګرانو نظرونه کوم چې د هندي سینما په اړه اخیستل شوي پکار وه چې دا نظرونه هم په بالیود کې د خانانو د رول په اړه اخیستل شوی وای نه په ټوله کې د هندي سینما په اړه ، او که د هندي سینما په اړه نظرونه هم راټول شوي وی دا خبره یې باید اساسي جز وی ځکه دا د څیړنې موضوع جوړوي خو دې خبرې ته هیڅ ډول اشاره نه ده شوې.
پیغام مو، دا په ژورنالیزم کې اوس ډیره کلیشه شوې پوښتنه یا خبره ده،  بیا دا د خانانو پیغامونه خو تر کلیشې هم اوښتی دي، جګړه مه کوﺉ ! د خپل پرمختګ په اړه فکر وکړﺉ! په خپلو بچیانو تعلیم وکړﺉ! پښتانه زړور دي! مونږ ګډ کلتور لرو !
دا ډیر تکرار شوي پیغامونه او سولیدلې خبرې دي چې مونږ ته هم زده دي، ډیر ځله مو له چارواکو او له عامو خلکو هم څه کم ډیرې اوریدلې دي.
فکر کوم که د دې پر ځای د افغاني فلمونو او د افغان سینماګرانو او فلمي لوبغاړو د هنري استعدادونو په اړه د هغوی نظرونه اخیستل شوي وی نو دا برخه به ډیره خوندوره راغلې وه او ښايي ډیرې نوې او نا ویلې خبرې هم په کې موندل شوې وې.
د کتاب نوم هم  د کتاب د محتوا پوره ترجماني نه کوي ، د کتاب نوم خانان په بالیووډ کې دی خو د کتاب ډیره او غني برخه په ټوله کې هندي سینما ته ځانګړې شوې او خانان په بالیووډ کې یې یوه برخه ده نو که زه د کتاب لیکوال وای ښايي نوم مې ورته بالیووډ او خانان غوره کړی وای .
کله چې د محبوب الله خان د دې کتاب ( خانان په بالیووډ کې ) مخکتنه کیده نو په کابل کې د مخکتنې په غونډه کې د هند له جیپور څخه افغاني الاصلې پښتنې فلم جوړونکې شلپې بترا هم ګډون کړﺉ و خو شیلپې بیا د محبوب االه خان په کتاب کې نه ښکاري، ښايي شلپې به ډیره مشهوره نه وه چې په کتاب کې ورڅخه یادونه نه ده شوې خو د هغو خانانو په ډله کې راتللی شوه چې د سینما لار وهي، منزل ته رسیدل نو خدای ته معلوم دي .
او د شیلپې برتري فکر کوم تر نورو ډیرو یادو هغو دا هم ده چې لا هم د قادرخان په شان پښتو خبرې کوي، پښتو خبرې څه چې ان کاکړۍ یې هم نه دي هیرې کړې ( توره شپه به خدای سبا کړي ، شین خالۍ به خدای پیدا کړي ........)
زه وایم په دې توګه به شلپي ته د بالیووډ په ګڼه ګوڼه کوڅه کې یوه پښه ځای هم پیدا شوی و.
خو دا ټولې خبرې په دې مانا نه دي چې ګوندي د ګران محبوب الله خان کار په داسې تله وتلل شي چې کاڼي ونه لري، محبوب الله خان د دې کتاب په لیکلو سره پښتو ته ډیر څه ورکړل، دا شان کتابونه پښتو لوستونکي زیاتوي او بله ښیګڼه یې دا ده چې د سینما په برخه کې د رسنیو لپاره چې د کتاب ملاتړي هم دي په زړه پوري او دقیق معلومات په لاس ورکوي چې د خپرونو به جوړولو کې ورڅخه ښه ګټه اخیستل کیږي .
محبوب الله خان تر دې پخوا هم په غیر مستقیم ډول فلمي دنیا او سینما ته خدمت کړی، د کیسه ډایجست په پښتۍ یې د افغان فلمي ستورو ستورۍ منګل او دل افروز ځیرک تصویرونه چاپ کړي او ټولنې ته یې ښه ورپیژندلي دي.
په دې هیله چې ګران محبوب چې په دې برخه کې یې کار کولوته لستوڼي بډ وهلي دي یوه ورځ خانان په افغان فلم کې موضوع هم وڅیړې او خپلوخلکو ته دا ووايي چې ممنون مقصودي که د کونډې زوی پښتو سریال بریالی مرکزي کرکټر دی نو د نیلوفلر در باران د فلم کمره هم د ده د هنرمندو سترګو د حرکتونو تر ژور تاثیر لاندې ده .

 

اجمل تورمان