اراکوزیا اف ام – ۹۰.۳

زمونږ په اړه

ارکوزیا راډیو یوه څلوریشت ساعته راډیو ده چې د ۲۰۱۰ کال اکتوبر میاشتې کې پرانیستل شوه، دغې څلوريشت ساعته راډيو ۱.۵ مليونه ھغه افغانان چې ډيری يې پښتانه دي او د افغانستان په ختيځو او سویلي سيمو کې ژوند کوي تر پوښښ لاندي راوستي. ارکوزیا د اوسني افغانستان د سویلي او ختیځو برخو پخوانی نوم دی. نوموړی راډیو اوس کولای شئ په ۹۰.۳ اف اېم خپو باندې واورﺉ. نوموړې راډيو د لرو پرتو سيمو پښتنو ته داسې تازه مالومات چې د ھغوی پر ژوند او دولت پورې تړاو لري خپروي.

اراکوزيا راديو بېلابېل کورني او بھرني خبرونه خپروي چې پکې حکومت داري، کرنې، امنيت، اقتصاد او  روغتيا سره سره د سیمه ایزو فرهنګو او دودونو لمانځولو ته هم ځانګړی پام کېږي.

ددې راديو ژوندۍ خپرونې به اوريدونکو ته دا موقع برابره کړي ترڅو خپلې انديښنې له ټولنې، حکومت او سوداګرو سره شریکې کړي چې پکې واليان، د روغتيايي او کرنيزو چارو کارپوھان، پر سوداګرۍ بوخت کسان، او مذهبي مشران شامل دي.

دا راديو به له دې سربيره د ټولنې غړو ته دا توان ورکړي ترڅو يو بل سره مالومات او نظریات شريک کړي.

د اراکوزيا اف ام خپرونې اوس مهال د جلال آباد، کندھار، قلات، ګرديز، خوست، اسداباد او لښګر ګاه په ګډون په پښتون ميشتو سيمو کې اوريدل کيږي. تر څلورو راتلوونکو مياشتو پورې به د دې راډيو خپرونې د ھېواد نورو سويلي او ختيځو سيمو ته هم پراختيا ومومي .